افغانستان

مولوي امیرخان متقي زرداري ته: له اختر مخکې دې پاتې افغان بندیان خوشي شي

شریعت: د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره ټلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر یو شمیر مهمو او دوو اړخیزو سیاسي، اقتصادي، ټرانزیټي او سوداګریزو مسایلو خبرې وشوې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په یادو خبرو کې همدارنګه غوښتنه وکړه چې د نیکمرغه کوچني اختر تر رارسېدو وړاندې د پاکستان په بندخونو کې پاتې افغان بندیان هم ازاد او خپلو کورونو ته را ستانه کړي.
په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو خپل افغان سیال ته د بندیانو د خلاصون ډاډ ور کړ.
په دغو خبرو کې دواړو لوریو د ډيپلوماتیکو اړیکو د ودې هوکړه هم وکړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *