نړۍ
مکرون: له رفح ښاره د فلسطینیانو ایستل جنګي جنایت دی
د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ته خبرداری ورکړی، چې د غزې تړانګې جنوب کې له رفح ښار څخه په جبري ډول د فلسطینیانو ایستل “جنګي جنایت” دی.د فرانسې د خبري اژانس د راپور پر اساس ښاغلي ماکرون له نتانیاهو سره د تلیفوني خبرو په ترڅ کې د اسرائیلو د تېرې جمعې ورځې اعلامیه، چې د نویو ښارګوټو په جوړولو بنا وه، په کلکه غندلې ده.دغهراز د فرانسې ولسمشر په رفح ښار کې د اسرائیلو له هر ډول پوځي عملیاتو سره خپل مخالفت جاري ساتلی او نتانیاهو ته یې ویلي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته به د یوه پرېکړه لیک مسوده وړاندې کړي، تر څو غزه کې بېړنۍ او تلپاتې اوربند رامنځته شي.