دینې لیکنېلیکنې

د مدينې پر لور

همدارنګ مې د رسول الله صلى الله عليه و سلم د هجرت کيسه په دې کتاب کې ولوستله داسې کيسه چې په ياد به مې نه وي چې تر هغې مې خوندوره او مٶثره کيسه لوستې وي. ليکوال دا کيسه په صداقت او سادګۍ انځور کړې او مدينې ته يې د رسول الله صلى الله عليه و سلم د ننه کېدلو لحظه په خورا زياتې ښکلا بيان کړې چې خلکو څنګه د رسول الله صلى الله عليه و سلم د راتګ شيبې شمارلې او زړونه يې د هغه په مينه تپېدل. کله چې مدينې منورې ته د ننه شو ټول قومونه له يو بل وروسته د دواړو جهانونو سردار ته راتلل او هغه يې په اخلاص او صداقت خپل کور ته د زياتو رفاهي امکاناتو څخه د کار اخيستلو په موخه بولي خو د أبرارو سردار -فداه أبي و أمي- فرمايل: «خلّوا سبيلها فانّها مأمورة» د اوښې مخ مه نيسئ ځکه د الله تعالى له لوري مأموريت لري.
وروسته په هماغه ځاى کې چې نن د رسول الله صلى الله عليه و سلم د جومات دراوزه ده چوکه شول او بيا پورته نه شول. د الله تعالى اراده همداسې وه چې دا له ټولو ستر شرف د ابو ايوب انصاري رضى الله عنه په برخه شي نو ځکه يې د رسول الله صلى الله عليه و سلم توکې خپل کور ته انتقال کړل.
په ياد کتاب کې مې ولوستل چې ابو ايوب رضى الله عنه د رسول الله صلى الله عليه و سلم د کوربه توب د وياړ ترلاسه کولو له امله څومره خوښ او خوشحال ٶ. هوکې دا ټولې کيسې به مې لوستلې او احساس مې کاوه چې زړه مې رانه بېل او د رسول الله صلى الله عليه و سلم له اوښې سره يو ځاى مدينې ته دننه شوى دى! لکه چې دا ټول جريان مې په سترګو ليدلى.
څومره چې مې د پاچاهانو، مشرانو او واکمنو خلکو يو ځاى ته د دننه کېدلو تاريخ لوستى ٶ په سترګو کې مې بې ارزښته شوى ٶ او هر څومره محبت او اخلاص چې يو څوک يې له چا سره لري، رانه هېر شو. دا هرڅه مې په روح او روان کې نقش وموند.
همدا راز مې د احد غزا داستان ولوست داسې داستان چې تاريخ به تر هغه ښکلى، زړه راکښونکى او په زړه پورې داستان په حافظه کې ونه لري؛ داسې داستان چې د وفا، اخلاص، زړورتيا، ايمان، يقين او غوره اخلاقو مظهر دى. د حضرت انس بن نضر رضى الله عنه وينا هغه کسانو ته چې قرار ناست و او ويل يې رسول الله صلى الله عليه و سلم شهيد شوى دى ما ته ټکانونه راکړل. هغه به خپلو ملګرو ته وويل: تر رسول الله صلى الله عليه و سلم وروسته ژوندون به مو په څه ګټه درشي؟ ولاړ شئ د هماغه موخې لپاره چې رسول الله صلى الله عليه و سلم شهيد شو تاسو هم ځانونه قربان کړئ. او دې خبرو يې هم ټکانونه راکړل چې «د جنت بوى مې د أحد له لوري تر پوزې شو».
همدارنګ مې د هغه چا کيسه هم ولوسته چې له اوږدې مبارزې او زياتو ټپونو وروسته يې د ژوندون په وروستيو شيبو کې يوازينۍ هيله د رسول الله صلى الله عليه و سلم ديدار ٶ،نو ځکه يې د ابرارو سردار ته حاضر کړ او په داسې حال کې يې روح خالق ته وسپارل چې سر يې د رسول الله صلى الله عليه و سلم په زنګون پروت ٶ.
نور بيا …

درېيمه برخه – ليکوال: سيد ابوالحسن ندوي رحمه الله – ژباړن: محمدصادق طارق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *