ادبلیکنې

ملنګ جان پښتو شاعرۍ کې د نوي خوځښت او تحرک موجد و

ملنګ جان د پښتو ژبې نابغه او هغه خوږ ژبی ولسي شاعر و چې په پښتو ادبیاتو کې یې د آریایانو په ویدي سبک نوې هستي وپنځوله، خو ژوند یاري او وفا ورسره ونکړه او د خپل عمرپه منځنۍ مرحله کې پرته له دې چې پیل شوې شاعري یې د بلوغ سرحدته ورسېږي له دنیا سترګې پټې کړې ، وفات شو.
د ملنګ جان ولسي شاعري کټ مټ د آریایانو (ویدونه) ته ورته وه ځکه شاعري یې د لویانو او ماشومانو د خوښۍ داسې عامیانه شاعري وه چې ټولو خوښوله او وخت نا وخت به یې له ځان سره زمزمه کوله.
که څه هم د پښتو عامیانه شاعرۍ په افغانستان او کوزه پښتونخوا کې د ملنګ جان تر وخته ډیر تیت پرک پړاوونه وهلي وو، ډېرې تجربې یې کړې وې او ډېر موضوعات یې په خپله سینه کې ځای پرځای کړي و، خو کله چې ملنګ جان پردې ډګر ورګډ شو عامیانه شاعرۍ ته یې د محتوای له مخې نوی تحرک ، خوځښت او نوښت ور وباښه او په دې توګه یې د پښتو په عامیانه شاعرۍ کې د ژورسیاسي، شعور او لوړ ملي احساس په درلودلو سره د وخت (حاد) موضوعات طرح کړل او په پاروونکیو او هڅوونکیو آهنګونو کې یې د خپل ولس او ملت هوښیارۍ او بیدارۍ ته رسول، د ده نغمې او ترانې ولس هم ورسره زمزمه کړې او په لروبر پښتونخوا کې یې تودې ولولې او هنګامې را ولاړې کړې، څرنګه چې د پښتو عامیانه شاعري تل نالوستیو شاعرانو کړې وي،نو ځکه د دوی د شاعرۍ درک په برسېرنو احساساتو ، ادراکانو او لیدنو ولاړ وي او موضوع ته ژر نه شي ورلوېدای،خو ملنګ جان د خپل وخت د (حادو) سیاسي مسایلو ډېره ښه ترجماني وکړه او هغه یې په بشپړ ډول خپل ولس ته ورسول چې په پښتو عامیانه شاعرۍ کې دا د هغه خپل ځونی امتیاز او نوښت و، نو پښتانه ادب پوهان یې ځکه د پښتو په عامیانه شاعرۍ کې د نوي تحرک او خوځښت را منځ ته کوونکی او موجد (ایجادوونکی) بولي.
ارواښاد قیام الدین خادم په خپل « نبوغ اوعبقریت » نومي کتاب کې ملنګ جان د خپل وخت یونابغه عامیانه شاعر بللی که څه هم ځینوکسانو د ده په دې نظر نیوکه کوله خو حقیقت دادی چې د خادم صیب دا حکم بې ځایه نه و چې ویل یې خدای پاک نوابغ له یوه، وهبي (د الله له پلوه بخشش) استعداد سره ټولنو ته را لېږي او دوی د عادي انسانانو تر توان لوړ او لوی کارونه ترسره کوي چې ملنګ جان هم یوله همدغه کسانو څخه و،ځکه زده کړه او تعلیم یې نه و کړي،خو درک احساس او شاعرانه استعداد او تخیل یې په خدایي توګه څپاند ، ځلاند او خوځنده و . دی ځوان و ، احساسات یې ځوان او شاعري یې هم ځوانه،نو ځکه ډېره هیله او امید ورته کېده چې د پښتو په عامیانه شاعرۍ کې به نورې زیاتونې او پنځونې هم وکړي او نوره ګټوره پانګه به هم را منځ ته کړي، خو ناڅاپي مړینې نه یوازې دی ځوانیمرګ او نیمه خوا کړ بلکې د ده شاعري یې هم ځوانیمرګه کړه او پښتني ټولنه یې د یوه داسې څپاند استعداد او نابغه شاعر له نعمت څخه محرومه کړه چې د پیړیو تېرېدل به هم دا تشه ډکه نه کړي.
ملنګ جان د اسلام ، سیاست ، ننګ، ټولنیزې ودې ، علمي پراختیا ، ولسي ښیګڼې حتی د تصوف موضوعګانې هم په پوره قدرت او قوت د پښتو په عامیانه شاعرۍ کې ځای کړې وې.
که له موضوع لیرې ولاړ نشو، نو د ویدي سرودونو انګازې هم د ملنګ جان د عامیانه شاعرۍ په شان زرګونه کلونه وړاندې داسې وخت د آریانا د غرونو اوګل کڅونو په غېږه کې د نالوستیو آریایانو له خولې او ژبې را وتلې چې په نړۍ کې چا لیک او لوست نه پېژاند او د تاریخ د دورې سپېدې لا نه وې چاودلې، د همدې سرودونو له مخې محققین د آریانا تاریخ په دریو دورو وېشي چې یوه یې تر تاریخ وړاندې، بله يې تاریخي او درېیمه یې د لومړی او دوهمې دورې ترمنځ نیمه تاریخي دوره یا د ویدي سردونو دوره بلل شوې،ځکه د منځنۍ دورې سرودونه په تاریخي دوره کې د آریایانو په ذهن کې ژوندي او په ژبو یې جاري وه،نو ځکه د تاریخي دورې پیل هم داوستایي دورې له سرودونو (ګاڅونو) څخه کېږي او په دې توګه له تاریخ د مخه دورې او منځنۍ دورې د علم ، پوهې او بشري تجربو تسلسل همدا سردونه ټینګوي دا سلسله همداسې را روانه وه چې د آریایایي کورنۍ په غېږه کې پښتنو سترګې وغړولې او خوږه ژبه يې پښتو شوه ، سردونه یې پرې وویل اوسندرې یې پرې وغږولې ، پښتو سردونو اوسندرو هم د اسلافو لاره ونیوله او دویدي ګاڅونو له شویو تجربو یې استفاده وکړه او د شفاهي ادب سلسله یې پرې وپالله، حتی کله کله یې د خپلو میندو له ژبو نه تیار الفاظ را واخیستل ، چې په سلګونو نمونې یې اوس هم را پاتې دي.
د میندو او ماشومانو سندرې هغه زړې سندرې دي چې د پښتو ژبې له زیږون سره سمې را زیږدلې او د میندو ژبو کړۍ او لړۍ یې لا تراوسه له پښتو ادب سره ټینګه اړيکه ساتلې ده ، په زړه پورې ده چې د پښتو ولسي سندرې هم لکه د میندو د ژبو د سندرو غوندې شفاهي دي چې خوله پرخوله اوسینه پرسینه را نقل شوي او له یوه نسل نه بل ته په را نقلېد واوس هم د ویدونو زړه عنعنه پالي.
په دې وروستیو پیړیو کې د پښتو عامیانه شاعرۍ ښه وده وکړه اوګڼې نمونې یې خوندي پاتې شوې خصوصا دا دوې وروستۍ پیړۍ چې د پښتنو د ننګ او جنګ پیړۍ دي ،نو ځکه ګڼ رزمي شاعران هم په دې پیړیو کې را پیدا شوي فرانسوي مستشرق ډارمسټټرچې « د پښتونخوا د شعرهاروبهار» کتاب کې یې د دې شاعرۍ پریمانه نمونې راغونډې کړې او وایي :
پخوا پښتنو جريدې او ورځپاڼې نه درلودې د دوی ورځپاڼې اوجريدې ولسي سندرې وې چې دا ټولې یې اوس هم په سینو کې خوندي پاتې دي .
او بلاخره ملنګ جان د ۱۳۳۶ هجري کال د (کابل-ننګرهار) په لارې دیوې ترافیکې پیښې په ترڅ کې له خپل ماشوم زوی سره غاړه غړۍ د۴۳ کالو په عمر وفات شو.

حیا ت الله حلیم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *