افغانستان

میدان وردګو کې ۹۰۸ کیلوګرامه نشه يي توکي سوځول شوي

د میدان وردګو د امنیې قومندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له خوا څه باندې ۹۰۸ کیلو ګرامه ډول – ډول نشه يي توکي وسوځول شول.
د یادو توکو د سوځولو پرمهال د دغه ولایت د امنیې قومندان شېخ محمد شریف حلیمي وویل، چې اسلامي امارت په راتګ سره په یاد ولایت کې د نشه یې توکو کارونې کچه کمه شوې او لا کمښت لپاره یې هڅې روانې دي.
ورته مهال د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير محمد منير ابودوجانه وویل، چې په تېر ۱۴۰۱ کال کې یې ۹۰۸ کیلو ګرامه تریاک، هیرویین، چرس او د اومانو بوټي نیولي، چې په تړاو یې ۳۸ تنه له نیول کېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
اخوا د دغه اوسېدونکي د نشه يي توکو د مخنیوي په برخه کې د اسلامي امارت له کړنو خوښ دي او د نشه يي توکو د قاچاق مخنيوي غوښتنه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *