افغانستان

ننګرهار کې د نفرایټ ډبرو کان د استخراج چارې پیلیږي

د ننګرهار ولایت د نفرايټ کان د داوطلبۍ په لړ کې یو خصوصي شرکت في ټن د دریو میلیونو افغانیو په وړاندیز سره ګټونکی شوی دی.د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې دغه لړۍ په رڼه توګه ترسره شوې او دولسو شرکتونوسیالي سره وکړه. د ګټونکي شرکت رییس وايي، چې ډېر ژر به په ننګرهار کې د نفرایټ د را ایستلو لړۍ پیل کړي.کانونو وزارت وايي، چې له دغه شرکت سره د پنځو کلونو لپاره تړون لاسلیک شوی دی. د شرکت رییس وايي، چې د دغه کان کار به ډير ژر پیل کړي او په سمه توګه به یې پای ته ورسوي. د نفرایټ ډبرو اصلي کانونه د چین د سینکیانګ په لویدیځ کې دي او دغه راز یې په اسټرلیا، برما، برازیل، کاناډا، مکسیکو، ټایوان او پولنډ کې هم کانونه شته.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *