افغانستان
ننګرهار کې د ٣٠ ميليونو افغانيو په لګښت د دریو ښوونځيو ودانۍ ورغول شوې
د ننګرهار د پوهنې ریاست مسوولين وایي، چې د دغه ولایت په هسکه مينه او پچیراګام ولسوالیو کې د ٣ ښوونځیو ودانۍ د سويډن موسسې په مالي ملاتړ بیا ورغول شوې.
د ننګرهار د پوهنې ریاست مسوولين وایي، چې د دغه ولایت په هسکه مينه او پچیراګام ولسوالیو کې د ٣ ښوونځیو ودانۍ د سويډن موسسې په مالي ملاتړ بیا ورغول شوې. د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د ننګرهار د پوهنې رئیس مفتي حضرت حقاني د دغه ښوونځيو د پرانیستلو مراسمو کې وویل، چې دغه ښوونځي د تېرو شدیدو جګړو له امله سختې زیانمنې شوې وې، چې د سویډن موسسې له لوري د ٣٠ میلیونو افغانیو په لګښت بیا ورغول شوې.
نوموړي د سويډن کمېټې څخه د مننې ترڅنګ د پوهنې برخه کې د لازیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.