افغانستانراپورونه

هرات کې شاوخوا ۶۰ زره جریبه امارتي ځمکه تثبیت شوه

د تېرو دوو ورځو په لړ کې د کابل، دایکندي، نورستان، پروان، غور، بدخشان، هرات او لغمان ولایتونو کې د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي هیئت خپلې غونډې او عملي  کارونه پیل کړي او په دغو ولایتونو کې يې له غصب شویو سیمو او ځمکو څخه لیدنې کړې دي.

د کابل تخنیکي هیئت د حاجي جنت ګل ښارګوټي مشهور په ملاتره خېل له استازو او قومي مشرانو سره وکتل او د ځمکې د غصب مخنیوي په اړه یې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله فرمان د هغوی لپاره تشریح کړ.

د هرات تخنیکي هیئت هم خپلې غونډې جوړې کړې او خپل عملي کار یې پیل کړ. دغه هیئت د مرستیال والي په حضور سره د میرمنه کاریز سیمې څخه چې شاوخوا ۶۰ زره جریبه ځمکه رانغاړي، لیدنه وکړه او د هغې امارتي کېدنه يې تثبیت او تشخیص کړه.

یاد هیئت کروخ ولسوالۍ کې د ۱۶۴۵ جریبه ځمکه، د اسلام قلعې د سړک جنوب کې ۲۰۰۰ جریبه ځمکه او د دغه ولایت د ۱۳ مې ناحیې په سیمه کې د ۲۷۰۰ جریبه ځمکې موضوع هم وڅېړله او د کادستر، ځمکو او د امارت د قضایاوو مسوولینو ته دنده وسپارل شوه چې یاد موضوعات وڅېړي او مؤثق معلومات یې په راتلونکي غونډه کې وړاندې کړي.

د لغمان تخنیکي هیئت د عمرزیو، فیروزیو او الکوزیو د کلیو له سیمو څخه د بیا لیدنې په ترڅ کې یو اندازه امارتي ځمکه تشخیص کړه. په دغو سیمو کې ۵۶۱ جریبه ځمکې څخه ۱۳۳ غاصبینو له لوري غصب شوې او پر هغو یې باغونه، کورونه، هدیرې او جوماتونه جوړ کړي، له دغې غصب شوې ځمکې څخه يې ۲۰۰ جریبه سپینه ده او د خلکو ترمنځ وېشل شوې ده.

 او دغه راز په دایکندي نورستان، غور او بدخشان ولایتونو کې هم د غصب شویو ځمکو هئیت هم خپل کارونه پيل کړي دي او همدارنګه  د پروان د تخنیکي هیئت موندلې چې په دغه ولایت کې ۲۱ زره جریبه ځمکه تر غصب لاندې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *