افغانستان
هلمند کې د نشه يي توکو يوه کارخونه له منځه یوړل شوه
شریعت: د هلمند سیمه ییز مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د سنګین ولسوالۍ په ریګیان سمیه کې یې د نشه یي توکو او الکولي مشروباتو د تولید یوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده.
شریعت: د هلمند سیمه ییز مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د سنګین ولسوالۍ په ریګیان سمیه کې یې د نشه یي توکو او الکولي مشروباتو د تولید یوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده.
په دغه کارخونه کې د ۷ کسانو په کډون ۸۵۰ کیلو ګرامه اومان، ۸۰ کیلو ګرامه سود، ۵۰ کیلوګرامه آهاک او ۲۰ لېټره تیزاب هم نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.