افغانستان

هلمند کې سلګونه ميوه لرونکي بڼونه جوړ شوي

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د سولې بنسټ (ROP) مؤسسې په مرسته د تېرو ٢ کلونو په لړ کې سلګونه بزګرو ته نږدې ۲ زره جریبه د شفتالو، ګرینګچ، انارو، انګورو، انځرو او نور مېوه لرونکي بڼونه جوړ شوي، چې اوسمهال یې د شفتالو حاصلاتو د راټولو چارې پیل شوې دي.
د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مرستیال مولوي زین الله زاهد د کرنیزو خدمتونو عمومي مدیر قاري محمد نسیم مسلم، د سولې بنسټ ولایتي مسوول انجنیر خالقداد جلال، د نیالګیو او قوریه لرونکو د ټولنو مسوول حاجي احمد شاه، د رسنیو همکارانو او ګڼو بڼوالو د ناوې ولسوالۍ اړوند عینک په سیمه کې په نمونوي ډول له څو بڼونو لیدنه وکړه.
د دغې لیدنې پرمهال د یادې سیمې بڼوالو د حاصلاتو خوښي وښوده او ویې ویل، چې تازه یې د حاصلاتو راټولولو او بازار ته د وړاندې کولو چارې پیل کړې، چې له نیکه مرغه یې شفتالو ښه بازار لري او په لوړه بیه پلورل کېږي.
بڼوالو دغه راز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست څخه وغوښتل، چې د بڼوڼو جوړولو برخه کې ورسره نوره همکاري هم وکړي او دغه لړۍ ټولو ولسوالیو ته وغځوي.
په همدې حال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مرستیال مولوي زین الله زاهد بڼوالو دې برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *