افغانستان

وروستیو اورښتونو د کمال خان بند نږدې نیم ډک کړی دی

د نیمروز والي له کمال خان بند څخه د لیدنې پر مهال ویلي چې دغه بند د هیواد د بیارغنیزو پروژو یوه له سترو او حیاتي پروژو څخه ګڼل کیږي. د نیمروز ځایي مسوولین وایي چې .

د دغه ولایت والي شیخ محمد قاسم خالد د کمال خان بند څخه د لیدنې پر مهال د دې بند له تخنیکي ټیم او نورو مسوولینو سره کتلي دي.
د کمال خان بند انجنيرانو له شیخ محمد قاسم خالد سره په لیدنه کې ویلي، چې یاد بند څه باندې ۵۲ میليون متر مکعبه د اوبو ذخيره کولو ظرفیت لري او د وروستيو ورښتونو له امله ۲۵ میليون متر مکعبه اوبه پکې ذخيره شوې دي.
شیخ محمدقاسم زرنج ښار او ولسوالیو ته د دغه بند د اوبو خوشې کولو پر مهال وېش له تخنیکي ډلګۍ سره غږېدلی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *