افغانستان

وروستیو سېلابونو کروندګرو ته درانه زیانونه اړولي

د کرنې او مالدارۍ خونه وایي، چې په روان لمریز کال کې کروندګرو ته جدي زیانونه اوښتې دي. د دې خونې مسوولین زیاتوي، چې په شمال کې د ملخانو یرغل او په ځينو سیمو کې سېلابونو د هېواد د کرنې برخه زیانمنه کړې ده. پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي چې په کاپیسا، میدان وردګو، تخار، بدخشان، غور، کندهار، کونړ، نورستان، خوست، دایکندي او ننګرهار ولایتونو کې وروستیو سېلابونو پر ځاني تلفاتو سربېره، مالي زیانونه هم اړولي دي. پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت شمېرې ښيي، چې په وروستۍ یوې میاشت کې د سېلابونو د راتلو له امله ۳۴۱ کورونه وران شوي، نږدې ۲۰ زره جریبه ځمکه خرابه شوې اوڅه باندې ۱۳ زره څاروي له منځه تللي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *