افغانستاناقتصاد او رغونه

هلمند کې د ۱۶ پروژو چارې پيل شوې

د هلمند د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د افغانستان لپاره د ټولنیز معیشت پروګرام له لارې د څه باندې ۳۲ میلیونو افغانیو په لګښت د ۱۶ پروژو چارې پیل شوې.د مسؤلینو په وینا، چې دغه پروژې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ۳۲ میلیونو، ۵۴۹ زره او ۶۴۵ افغانیو په لګښت پلې کېږي، چې په کې د اوبو لګولو کانالونو د پاکولو چارې شاملې دي. د مسوولینو په خبره، په دې پروژو کې ۱۹۲۷ ماهرو او غیرو ماهرو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. هېره دې نه وي، چې له دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې افغانستان لپاره د ټولنیز معیشت پروګرام له لارې د لسګونه پروژو چارې پیل شوې وې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *