افغانستان

کندهار کې ۱۵۰۰ جریبه ځمکه له غصبه وژغورل شوه

د کندهار د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې ۱۵۰۰ جريبه ځمکه د غصب څخه خلاصه شوې ده.
د دغه ولایت د کرنيزو محصولاتو آمر مولوي شمس الرحمن موسی وويل، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسيون او بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي د دامان ولسوالۍ اړوند په شکور کارېز سيمه کې ۱۵۰۰ جريبه غصبه شوې ځمکه چې کورونه او ودانۍ پرې جوړې شوې وې، تثبيت او له غصب څخه خلاصه کړه.

‏د موسی په خبره، په تېرو څلورو میاشتو کې په دغه ولایت کې شاوخوا ۹۰ زره جریبه ځمکه د غاصبینو له منګولو خلاصه شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *