لیکنېمقالی اوتبصرې

ټول قومونه سره وروڼه دي

ټولو ته روښانه ده چې الله عزوجل انسان له ادم علیه السلام او حواء رضی الله عنه څخه پيداکړي دي. الله جل جلاله وايي: «اې خلکو! له خپل رب جل جلاله څخه وورېږئ هغه تاسو له یوه کس څخه پيداکړي یاستئ او له هغه یې د ده مېرمن پيدا کړه او له هغو دواړه یې ډېر سړي او ښځې (په دنیا کې) خواره واره کړل. او له هغه الله تعالی وډار شئ چې خپلو کې غوښتنه لرې کوئ او د خپلویو (له حق تلفۍ نه) ووېرېږئ، باور وکړئ چې الله ستاس څارنه کوي.» سورة نساء/۱
په دې آیت کې د هغو نظریه رد شوه چې انسانان د شادو له نسله ده، پړاو پر پړاو له شادو څخه انسان جوړ شوی. ولې د دې جاهلانو پام نه دی چې اوس ولې انسان له انسانانو (نر او ښځې) څخه پيدا کېږي او هغه شادیان چې له شادیانو زیږېږي، هغوی ولې هغه پړاو نه وهي چې په انسانانو بدل شي؟
د ډارون په دې غیرفطري او نامعقوله نظریه څه نه لیکو، انسان اشرف المخلوقات دی، تر څو یې چې الهي قانون له پښو نه وي لاندې کړي، ولقد کرمنان بنی ادم) ژباړه: او حقیقت دا دی چې د آدم علیه السلام اولاد ته موږ عزت وربښلی دی. سورة اسرائيل/۷۰
همدا د ادم علیه السلام اولاد په لومړي سر کې یو قوم و او بیا چې ډېر شول، په قومونو باندې ووېشل شول، خو دا تقسیم د کوم فضلیت او غوره والي له مخې نه دی، بس د هغه وېش او د غوره والي معیار یې بیان کړی، الله جل جلاله وايي: «اې خلکو! حقیقت دا دی چې موږ تاسو ټول له یوه سړي او ښځې پيداکړي یاست او تاسو مو په مختلفو قومونو او کورنیو ځکه ويشلي یئ، څو یو بل وپېژنئ.» سورة حجرات/۱۳
فضلیت او غوره والی الله جل جلاله په تقوی او پرهېزګاري پورې تړلی، لکه پورته ایت کې یې چې ذکر شوی.
زمونږ په ګران ټاتوبي کې هم مختلف قومونه له پېړیو پېړیو راهیسې اوسېږي او د وروڼو په څېر سره اوسېږي، یو تر بله خیښي ګانې کوي، ښه ژوند یې کړی او کوي یې، د یو بل په غم او ښادي کې ګډون کوي، پر غم او خپګان یې خپه کېږي او په خوښي یې خوښ وي. خو استعمار دا عادت لري چې د قومونو او ملتونو ترمنځ اختلاف راولي، څه ښه وايي: اوبه خړې کړه، کبان په کې ونیسه. یو ځل شوروي اتحاد د دې متحد، متفق او ورور ملت ترمنځ اختلاف واچاوه، وروڼه قومونه یې د خپلو ګوډاګیانو په واسطه سره وجنګول. قومي مليشې یې جوړې کړې او هغه یې سره په جنګ کړې، چې ډېره مشهوره بدنامي یې د ګلم جم ملېشه وه، د هغه مشر رشید دوستم و. نوموړې ملېشې د هېواد ټول قومونه توهین کړل او ویې وژل.
دوهم ځل چې صلیبي ښکیلاکګرو یرغل وکړ، هماغو قومي ملېشې او سیکتارستانو یې ښه راغلاصت وکړ او د ځمکنیو بریدونو لپاره ورسره ملګري شول. صلیبیانو له یرغله وړاندې د اسلامي امارت له قلمروه بهر ډالر وېشلي او ګوډاګیان یې پرې اخیستي وو. د شورویانو د یرغل پر مهال چې مليشې جوړې شوې وې، دا ځل یې د امپريالېزم لمن ونیوه او په صلیبي اشر کې چې څومره اشرباڼي وو، هر یوه ځان ته غلامان پيدا کول. خو دې غلامانو دا سوچ نه کاوه چې یوه ورځ به دا د احزابو اشر له افغانستانه ځي، موږ به دلته پاتې شو، ټول ملت ته به مو سترګې ښکته او خړې وي!!
هو! الهي فتح راغله، ولې فاتحان له ټولو قومونو او ولسونو سره د وروڼو په شان چلېږي؛ ځکه د جګړې فاتح قوتونه له ټولو قومونو څخه جوړ دي، له هر قوم څخه اشخاص او افراد تر لوړو څوکیو پورې موجود دي، هیڅ قوم ترې بهر نه دی او ټولو ته د عزت په سترګه کتل کېږي. نو بناءً زموږ دستم او نظام لپاره د ټولګډونه او همه شموله فارمولې هم ناسمې دي، زموږ په حکومت کې د ټولو قومونو نېک او صالح اشخاص موجود دي.
په اسلام کې قومیت او تعصت نه شته، اسلام له دې څخه په اوچتو او لوړو ستنو باندې ولاړ دی، قومیت او تعصب ور په کې مردود دی، قریشي ابوبکر صدیق او عجمي سلمان فارسي او بلال حبشي رضی الله عنهم او نور ټول صحابه کرام رضی الله عنهم یې د اسلام په پړۍ او رسۍ سره تړلي وو. قومیت لوی ولس فرد ته یا څو افرادو (کورنۍ) ته راولي،لکه پښتون ښه قوم دی، په پښتنو کې غلجي غوره وګړي دي، په هغو کې احمدزي بهتر خلک دي، هغوی کې بیا موسی خېل ښه خېل دی. آن چې دا لړۍ یوې کورنۍ یا یوه فرد ته رسېږي او د ځان د بهترۍ له پاره پنځه سوه دلایل هم وړاندې کوي. ولې حکیم رب جل جلاله د بهترۍ معیار تقوی ټاکلی دی.
د شل کلن اشغال پر مهال ځينو خرڅو شویو افرادو د خپل قوم د ګټې او حقدارۍ نارې ووهللې، حتی تر دې چې تذکرې یې نه اخیستلې او په هغه یې دوه سوه نیوکې کولې او ځينو خو ځانونه افغانان نه ګڼل، افغانستان یې بلل. او بعضې خو دومره د … چې خپل ولایت (پنجشیر) د ایران خاوره ګڼي، چې د ده په دې خبره، هر پنجشېری شرمېږي. افغانستان د ټولو قومونو کور دی، هیڅوک په کې پردی نه دی.

محمد علي عظمت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *