اقتصاد او رغونه
پروان کې د ۲ میلیونو افغانیو په لګښت دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
شریعت: د پروان د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې سلګونو کورنیو برېښنا او د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی وموند.
شریعت: د پروان د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې سلګونو کورنیو برېښنا او د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی وموند.
د پروان د کلیو، بیا رغونې او پراختیا رییس ملا عبدالصحمد صادق وویل چې د دغه ولایت د جبل السراج په ده بالا او ګلبهار کلیو کې د برېښنا او د اوبو رسولو دوه پروژې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ د ۲ میلیونو افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د جبل السراج ولسوال مولوي عبدالمعروف حقجو د سیمې له خلکو وغوښتل چې د یادې پروژې په ساتنه کې هلې ځلې
وکړي.