افغانستان

په ملګرو ملتونو کې د چين استازی : اوس مهال افغانستان د سوله ییزې بیارغونې په کیلیدي پړاو کې دی

په ملګرو ملتونو کې د چين استازي سون جه چيانګ ویلي، چې نړيواله ټولنه بايد له افغانستان سره د سولې، ثبات او پرمختګ په برخو کې مرستې وکړي، ترڅو افغانان له روان کړکېچ څخه راووځي. نوموړي د افغانستان په اړه د امنيت شورا له يوې غونډې وروسته ویلي، چې چين د امنيت شورا د هغو پرېکړه ليکونو هرکلی کوي، چې له مخې به يې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي یا یوناما ماموريت وغځول شي او د ملګرو ملتونو سرمنشي به په خپلواکه توګه د افغانستان د اړوند وضعيت ارزونه وکړي. سون جه چيانګ ویلي اوس مهال افغانستان د سوله ییزې بیارغونې په کیلیدي پړاو کې دی او په امنیتي، بشري او اقتصادي برخو کې له ګڼو او سختو ننګونو سره مخ دی. د نوموي په ټکو، بېلا بېلې خواوې باید د ملګرو ملتونو له مهم رول ملاتړ وکړي او له افغانانو سره دې له ناورین د وتلو مرسته وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *