افغانستان
څه باندې ۵۰۰ لرغوني آثار له قاچاقه وژغورل شول
د ملي موزیم مسوولینو ويلي، چې د امنيتي ځواکونو په همکارۍ د هېواد په ګوټ ګوټ کې څه باندې ٥٠٠ لرغوني آثار له قاچاق وړونکو څخه ترلاسه او ملي موزيم ته لېږدول شوي دي. د افغانستان ملي موزیم چارسمبالی زبیر عبادي زیاته کړې؛ په تېرو شپږ میاشتو کې څه باندې ۴۰۰ نور آثار د کیندنو له لارې ترلاسه شوي، چې اوس د افغانستان په ملي موزیم کې نندارې ته اېښودل شوي دي. د ملي موزیم مسوولین وايي، اوس هم په دغه موزيم کې ډېر تاريخي او فرهنګي آثار شته او هره ورځ د هېواد ګڼشمېر هېوادوال، د ښوونځيو زدهکوونکي، کورنۍ او يو شمېر بهرني سيلانيان له دغه موزيم څخه د ليدنې لپاره ورځي.