افغانستان

کابل ښاریان: د اختر په رارسېدو سره د وچې مېوې بيې لوړې شوې دي

د کوچني اختر د را رسېدو له امله یو شمېر هېوادوال د وچې میوې له لوړې بیې شکایت لري. دوی وايي د بد اقتصادي وضعیت له امله ډيری هېوادوال د دغو میوو د پېرلو وس نه لري. په کابل کې د وچې میوې یو شمېر پلورونکي وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله د وچې میوې پلور د پام وړ کم شوی دی. تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ ټولنې د کوچني اختر په مناسبت د کابل په تیمورشاهي سیمه کې لس ورځنی نندارتون جوړ کړی چې کورني محصولات پکې نندارې ته اېښودل شوي دي. خلک داسې مهال اختر لپاره د وچو مېوو او د نورو لومړینو خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي، چې زرګونه کسان د وروستي سیاسي بدلون له امله وزګار شوي او ځینې آن له داسې وضعیت سره مخ شوي چې د لومړنیو توکو د پېرلو توان هم نه لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *