افغانستان

کابل کې د الکولي مشروباتو کارخونه له منځه یووړل شوه

امنیتي سرچینو په پلازمېنه کابل کې د الکولي مشروباتو د یوې کارخونې د له منځه وړلو او یوه اندازه نشه يي توکو د له منځه وړلو خبر ورکړی دی.
د کابل امنیې قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت ځواکونو د یو لړ عملیاتو په پایله کې د شرابو یوه کارخونه او ګڼ شمېر نشه يي توکي له منځه وړي دي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په دغه توکو کې ۱۹ کیلو شیشه او ۴۰ بوتله شراب شامل دي. سرچینې زیاته کړې، چې د یادو نشه يي توکو په تور لس تنه هم نیول شوي دي. د کابل امنیې قومندانۍ همدارنګه ویلي، چې د نیول شویو کسانو دوسیې به تر څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *