افغانستان

کابل کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت دوه فرعي سړکونه جوړ شول

د کابل ښاروالۍ له لوري د دغه ښار د ۲۲مې ناحیې د لسم او یوولسم ګذر اړوند د قلعه محسن سیمه کې دوه فرعي سړکونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.د دغو سړکونو د ګټې اخیستنې مراسمو کې د کابل ښاروالۍ برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجینر میرالرحمن ناصري وویل چې د دغو فرعي سړکونو د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو د اوسېدونکو د ستونزو د حل او ښاریانو ته د کاري فرصتونه رامنځته کولو په موخه، ترسره شوې دي.
ناصري زياته کړه، د یادې ناحیې په ۱۰م ګذر کې سړک د ۱۰۰۰ مترو په اوږدوالي او په ۱۱م ګذر کې سړک دې ته ورته د ۱۰۰۰ مترو په اوږدوالي او ۵ مترو په سور ، د لښتیو په ګډون په ټوليزه توګه د ٢٠ ميليونه افغانيو په لګښت د ۳ میاشتو په موده کې جوړ شوي دي.
د یادونې وړ ده چې، د دغې پروژې له لارې هره ورځ ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *