افغانستان

لارې ۳۵۸۷۳۹ زره مټریک ټنو صادرات او واردات شوي دي. یادې ادارې ویلي، چې په دې موده کې د حیرتان وسپنې پټلۍ له لارې (۲۹۵۰۳۳) ټنه، د اقینې وسپنې پټلۍ له لارې (۲۵۶۹۹) ټنه، د تورغونډۍ وسپنې پټلۍ له لارې (۳۴۰۷۲) ټنه او د خواف-هرات وسپنې پټلۍ له لارې (۳۹۳۵) ټنه د نفتي او غیري نفتي او نورو توکو انتقالات تر سره شوي. د وسپنې پټلۍ ادارې دغه راز زیاته کړې، چې په یاده میاشت کې (۴۸۵۴) مټریک ټنه ټرانزېټ او صادرات هم بهرنیو هیوادونو ته شوي، چې لویه برخه یې کېنو، وچه مېوه او د آنارو جوس جوړوي. د یادونې وړ ده، چې یاده اداره د وسپنې پټلیو له لارې د سوداګرۍ لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټينګار کوي او زیاتوي، چې هڅه کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او اړین سهولتونه چمتو کړي.
د وسپنې پټلۍ ادارې خبر ورکړی، چې د تېر ۱۴۰۲ کال په وروستۍ کب میاشت کې د هېواد د بېلابېلو وسپنې پټلیو له

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *