مقالی اوتبصرې

کفار ولې د قرآن توهين کوي او زموږ مکلفيت څه دی؟!

د حزب الله او حزب الشيطان دښمني آن هاغه وخت پيل شوه، کله چې الله تعالی ابليس ته حکم وکړ، چې آدم

 س.سعید غلجی

د حزب الله او حزب الشيطان دښمني آن هاغه وخت پيل شوه، کله چې الله تعالی ابليس ته حکم وکړ، چې آدم عليه السلام ته سجده وکړي، خو هغه له سجدې څخه انکار وکړ، بيا هاغه وخت چې د آدم عليه السلام زوی قابل راپاڅېد او خپل ورور هابل يې وواژه، دغه راز الله تعالی چې هر پېغمبر را استولی، باطل پرستانو يې مخالفت کړی، ځورولی يې دی او د ليوني، ساحر او درواغجن په نومونو يې ياد کړی.
رسول الله صلي الله عليه وسلم پوره څلويښت کاله د قريشو په منځ کې تېر کړي وو او هغوی د امانتداري او رښتينولي له امله د امين او صديق القاب ورکړي وو، خو کله چې پر پېغمبرۍ مبعوث شو او د الله تعالی حق دين ته يې دعوت پيل کړ، نو همدغو قريشو د ساحر، لېوني او درواغجن نومونه ورپورې وتړل. په هر مجلس کې به يې د اسلام، مسلمانانو او رسول الله صلي الله عليه وسلم سپکاوی کاوه، بد اشعار يې پسې ويل، مسخرې يې پرې کولې او فزيکي شکنجې يې ورکولې.
دا چې وړمه ورځ څو متعصبو کفارو په سويډن کې يو ځل بيا د الله تعالی د سپېڅلي کتاب توهين کړی او مقدس قرآن کريم ته يې اور اچولی، نو دا پېښه نه لومړۍ ده او نه وروستۍ. له ابولهب، ابوجهل، عتبه، اميه او وليد رانيولې، تر اوسنيو باطل پرستانو، په هره زمانه کې د اسلام، مسلمانانو، رسول الله صلي الله عليه وسلم او قرآن کريم توهين شوی او تر دې وروسته به هم دا پېښې روانې وي. ځکه چې د حق او باطل جګړه به تر قيامته جاري وي.
دا چې کفار، سيکولران او ملحدين پر بل هيڅ دين نه ورلګيږي او يوازې د اسلام مخالفت ته يې ملا تړلې، دا خپله د اسلام پر حقانيت دليل دی. معنی دا چې له اسلام پرته نورې ټولې نظريې باطلې دي، هغوی خپلو کې يو پر بل چندان غرض نه کوي، خو د اسلام پر خلاف ټول يو ځای جنګيږي. دا ځکه چې حق يو او باطل متعدد وي.
د اسلام پر خلاف د باطل پرستانو جګړه خو تل جاري وي، خو دا چې کله نا کله بيخي په ډاګه د اسلام، رسول الله صلي الله عليه وسلم، يا قرآن کريم توهين کوي، موخه يې دا ده چې د مسلمانانو ايمان، جزبه او کرنټ معلوموي، کنه د يوې ګڼې پر سوځولو خو کفار هيڅ هم نه شي تر لاسه کولای.
خو متأسفانه، مسلمانان دومره غافل دي، چې د قرآن توهين يې هم نه رابيداروي. هاغه چې ډېر احساس ولري، يوازې پر غندنه او مظاهرو اکتفا کوي، نور يې هيڅ پر وس نه دي پوره.
البته؛ د کفارو له خوا د قرآن کريم توهين د ټولو مسلمانو حاکمانو مسلماني ننګوي، که دوی رښتيني مسلمانان وي او خپل حکومتونه هم اسلامي ګڼي، ولې پر دغه شان سترو جنايتونو پټه خوله دي او ولې بيا هم له همدغو متعصبو کفارو سره دوستي پالي؟
هغه څوک چې رښتيا د اسلام، مسلمانانو او قرآن کريم پر توهين خفه کيږي، بايد لاندې دوو ټکو ته جدي توجه وکړي:
اول: د مسلمانانو تر منځ اتحاد. که مسلمانان متحد وي، هيڅوک تېری نه شي پرې کولای، دا چې نن اسلامي امت دومره ضعيف حالت کې قرار لري، وجه يې دا ده چې امت پر لسګونو هېوادونو او ډلو، ټپلو تقسيم شوی. که دا امت متحد شي، هيڅوک به مسلمانان ته کاږه ونه ګوري، بلکې پر ټوله نړۍ به د مسلمانانو راج چليږي.
دوهم: علم ته توجه. که موږ د خپل نوي نسل فکري، تربيوي او علمي برخو ته لازمه توجه کړې وای، نن به موږ پر دومره ذليل حالت کې نه وو. د ديني علومو تر څنګ؛ بايد عصري علومو ته هم پوره توجه وشي، لکه څرنګه چې ديني زده کړو ته محتاج يو، همدغه شان عصري زده کړو ته هم محتاج يو. که نن اسلامي امت د ټکنالوژي په ډګر کې له کفارو مخکې وای، ولې به مو د قرآن کريم توهين کېده؟!
نو حل لاره يې همدا ده، چې دغو دوو برخو ته جدي توجه وشي، تر څو د تل لپاره د دغه ډول جنايتونو مخه ونيسو او پخوانی برم تر لاسه کړو، عملي کار مهم دی، له ژړا او فريادونو څه نه جوړيږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *