افغانستان

کندهار کې د سوء شکل ماشومانو وړیا عملیات پيل شول

د کندهار په مهمند نړیوال ۲۰۰ بستریز روغتون کي د ترکیې څخه راغلي افغان جراح ډاکټر عبدالغفار غیور د پرې شونډو، پزه او تالو نښتو ناروغانو جراحي عملیاتونه پيل کړل.
د کندهار د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وايي، چې د عامې روغتیا ریاست له لوري پرې شونډې لسګونه ماشومان لېست شوي، چي هره ورځ به د لسو ماشومانو عملیات کېږي.
د مهمند نړیوال ۲۰۰ بستریز روغتون مسؤل حاجي محمد صدیق مهمند وايي، چې دا عملیاتونه به مخکې په ایران او پاکستان کې په لوړ لګښت کېدل، خو اوسمهال د اسلامي امارت په راتګ سره په مهمند نړیوال روغتون کې د ډاکټر عبدالغفار غیور په مشرۍ د یوه ځانګړي متخصص ټیم له لوري په وړیا توګه ترسره کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *