افغانستان

کونړ کې د اوبو رسونې دوه پروژې پیل شوې

شریعت: د کونړ د غازي آباد ولسوالۍ په څوکۍ کلي کې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ۷.۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو پروژو چارې پیل شوې دي.
د دغه ولایت د کلیو، بیا رغونې او پراختیا رئیس مولوي شمس الرحمن سېلاب وویل چې یادې پروژې د یونیسف ادارې په مالي لګښت په غازي آباد ولسوالۍ کې د ۵۰ متره مکعب اوبو زېرمې په لرلو سره پلې کېږي، چې ۱۴۶ نلونه لري.
د سېلاب په خبره، د یادو پروژو چارې به د ۳ میاشتو په موده کې بشپړې شي، چې پر مټ به یې سلګونه کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمنې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *