د پنجشېر د سیندیزې حوزې مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په مرکز بازارک کې د اوبو پېژندلو(Hydrology) ۲ دستګاوې بیا فعالې شوې دي.
د پنجشېر د سیندیزې فرعي حوزې رییس انجنیر عبدالله آخند زاده د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د اوبو پېژندلو «Hydrology» لوی استیشنونه د یاد ولایت د مرکز په بازارک کې څه موده مخکې ویجاړې شوې وې، چې د مسوولینو له هڅو وروسته بېرته فعالې شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د پنجشېر د سیندیزې فرعي حوزې رییس د اوبو پېژندلو له ټولو استیشنونو څخه لیدنه وکړه.