افغانستان
یوه لوړ پوړي پلاوي د آمو سيند د ویجاړو سيمو د څېړنې په موخه کندز ته سفر وکړ
شریعت: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري د آمو سيند د ویجاړو سيمو د څېړنې په موخه کندز ولایت ته سفر وکړ.
شریعت: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري د آمو سيند د ویجاړو سيمو د څېړنې په موخه کندز ولایت ته سفر وکړ.
مولوي عطاالله عمري د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ چې په کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو، اوبو او انرژۍ، کانونو او پطرولیم، طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې، د بهرنیو چارو وزارت او د نورو ادارو مسوولین ګډون لري، کندز ته سفر کړی دی.
د کندز سیمه ییزو مسوولینو د دغه پلاوي د سفر په اړه وویل، چې دغه پلاوی به د کندز سرحدي ولسوالیو ته سفر وکړي او د آمو سيند زیانمنې شوې سیمې به له نږدې وګوري.