افغانستان

خلیل الرحمان حقاني: نړۍ په خپلو درواغجنو تبلیغاتو سره خلکو ته د اسلامي امارت غلط انځور وړاندې کوي

شریعت: د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني د مصر د الازهر جامعې استاد محمد الصغیر په مشرۍ

شریعت: د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني د مصر د الازهر جامعې استاد محمد الصغیر په مشرۍ د ترکیې، مصر، سوډان، لیبیا او فلسطین د مخکښو دیني عالمانو له پلاوي سره پرون په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي، چې په دغه کتنه کې محمد الصغیر د اسلامي امارت په بریا خوښي وښوده او ویې ویل: ( د راتګ هدف مو دا دی، چې له تاسو سره خپله خوښي شریکه کړو. ټول عربي هېوادونه له اسلامي امارت سره ډېره مینه لري.)

په ورته وخت کې خلیل الرحمن حقاني راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست وروسته وویل، چې نړیوال غواړي په خپلو پوچو تبلیغاتو خلکو ته د اسلامي امارت انځور غلط وښیي او دا د دیني عالمانو وجیبه ده، چې راشي اسلامي نظام له نږدې وویني او خپلو ولسونو ته د اسلامي امارت حقیقي تصویر وړاندې کړي.

حقاني زیاته کړه، افغانستان د نړۍ یو له هغه هېوادونو څخه دی، چې ترټولو زیات کډوال، معیوبین، کونډې او یتیمان لري او موږ د اسلامي نړۍ له دیني عالمانو تمه لرو، چې د دوی په ستونزو او پالنه کې له موږ سره همکاري وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *