افغانستان

کاناډا په افغانستان کې د بشري چارو بیا پيل ته اجازه ورکړه

د کاناډا دولت په افغانستان کې د بشري چارو بیا پيل ته اجازه ورکړه. فرانس پریس اژانس ویلي چې د ترهګرۍ ضد قانون په مسوده کې دا بدلون تیره ورځ رامنځته شو، خو په وینا یې د وروستي کېدو لپاره د پارلمان تایید ته هم اړتیا لري.
کاناډا له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو ادارو ته خبرداری ورکړی و چې له افغانانو سره د مرستې په صورت کې د قانون د نقض له خطر سره مخامخ کېدای شي. اوس د قانون په نوې مسوده کې مرستندویه کارکوونکي له دغه خبرداري مستثنا شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *