افغانستان

ازبیک چارواکي د اروپايي ټولنې له استازي سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف په دغه هېواد کې د اروپايي ټولنې له سفیر او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له استازي سره کتلي دي. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې د افغانستان د اتباعو په ځانګړې توګه د هلکانو او نجونو لپاره د تعلیمي پروګرامونو د تطبیق په برخه کې د ازبکستان، اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام ترمنځ د همکارۍ په اړه خبرې وشوې. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دوی افغانستان خلکو ته د بشري مرستو پر رسولو ټینګار وکړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *