افغانستان

بغلان کې تېره میاشت د ماشومانو نږدې ٣٠٠ قضیو ته رسېدنه شوې

د بغلان د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وایي، چې تېره میاشت په دغه ولایت کې د ماشومانو ٢٦١ قضیو ته رسېدنه شوې ده.
د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس قاري نصرت الله پارسا د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې په دغه قضیو کې یې ٣٠ بې سرپرسته ماشومان .

د یونیسف موسسې ته ورپېژندلي، چې د ٦ میاشتو لپاره به هره مياشت له ٥ تر ٤٠ زره افغانۍ مرسته کېږي.
پارسا زیاته کړه، چې دغه راز ١٣ د زړه سوري په ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې په موخه سرې میاشتې ریاست ته او دغه راز ١٣ نور ماشومان له ګاونډي هېواد څخه را اړول شوي مرستندویه موسسو ته ورپېژندل شوي او د کار زمینه هم ورته برابره شوې ده.
د نوموړي په وینا، تېره میاشت د دغه ولایت پنځو ولسوالیو کې ٢٠٥ ماشومانو سره د خوراکي او روغتيايي کېټونو سره مرسته کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *