
افغانستاناقتصاد او رغونه
بلخ کې د ۵۰ میلیونو افغانیو په لګښت کانالونه رغول کیږي
شریعت: د بلخ ولایت په چاربولک ولسوالۍ کې د اوبو د څو کانالونو د رغولو چارې
شریعت: د بلخ ولایت په چاربولک ولسوالۍ کې د اوبو د څو کانالونو د رغولو چارې C.H.A دفتر له لوري پیل شوې دي.
د چاربولک ولسوال مولوي اسدالله وفا د C.H.A دفتر له مسوولینو څخه مننه وکړه او د نورو ملي او نړیوالو موسسو څخه یې وغوښتل، چې د ټولګټو پروژو د جوړونې او بیا رغونې په برخه کې د یادې ولسوالۍ له خلکوسره همکاري وکړي.
په همدې حال کې د C.H.A موسسې مسوول وویل، چې د دغو کانالونو په رغولو باندې ۵۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې چارې به یې د ۹ میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د یادونې وړ ده، چې په یاده پروژه کې ۵۶۲ تنو ته د کار زمینه برابره شوې ده.