افغانستاناقتصاد او رغونه

د بشري مرستو د ۴۰ میلیونو ډالرو کڅوړه کابل ته راورسېده

د افغانستان بانک، پرون په یوه خبرپاڼه کې، کابل ته د ۴۰ میلیونو امریکايي ډالرو بشري مرستو د رارسېدو خبر ورکړ.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي: افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې، ۴۰ میلیونه امریکايي ډالره نغدي مرسته کابل ته راورسېده.
د افغانستان بانک، د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو قدرداني کړې او د زیاتو همکاریو غوښتنه یې کړې ده.په همدې حال کې، دغه بانک هېواد ته له قانوني او اصولي لارو د اسعارو د واردېدو هرکلی کړی او د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو د مننې ترڅنګ یې غوښتنه کړې ده چې په نورو مالي او بانکي برخو کې هم له افغانستان بانک سره غوره بانکي اړیکې وپالي. د یادونې وړ ده چې افغانستان ته د بشري مرستو له پیله، ۶۰ مه کمکي کڅوړه ده چې په نغدي ډول کابل ته را رسېږي او د هېواد یو سوداګریز بانک ته سپارل کېږي.
دوه اوونۍ وړاندې هم، د بشري مرستو ۴۰ میلیونه ډالري کڅوړه د هېواد یو سوداګریز بانک ته لېږدول شوې وه.
دا په داسې حال کې چې افغانستان ته د مرستندویو هېوادونو د بشري مرستو د لېږلو بهیر له پیله تر اوسه، نږدې دوه میلیارډه امریکايي ډالر هېواد ته رارسېدلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *