افغانستاناقتصاد او رغونه

د بغلان د برېښنايي تولید درېيم توربین جوړ شو

د بغلان د برېښنا ریاست مسوولین وايي، چې د افغانستان برېښنا شرکت په پرله پسې هڅو د بغلان برېښنا ځايي تخنیکي ټیمونو د تولید فابریکې درېیم توربین جوړ او ازمایښتي فعالیت ته چمتو شو.
د یاد ولایت د برېښنا رئیس ملا سردارولي حمزه وویل، چې په دوهم بند کې د برېښنا د تولیدي فابریکې درېیم توربین ته د ۲ زره ۹۱۲ لېټره د اړتیا وړ آئیل اچولو سره دغه توربین په آزمایښتي ډول فعالېدو ته چمتو شوی، چې په فعالېدو سره به یې تر یوه بریده بغلان کې د برېښنا د کمښت ستونزه حل شي.
حمزه زیاته کړه، چې دا توربین د درې میګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت لري چې په دې سره به د بغلان په دوهم بند کې د تولیدي برېښنا ظرفیت ۹ میګا واټو ته لوړ شي.
مسوولین ټينګار کوي چې یاد توربین د بغلان برېښنا شرکت د فني کارکوونکو له لوري جوړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *