افغانستان

د بهرنیو چارو وزیر :د افغانــستان او ایران تر مــنځ د اوبو معاهدې ته ژمن یو

شریعت: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي تیره ورځ خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ایران

شریعت: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان
متقي تیره ورځ خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ایران نوي ټاکل شوي سفیر حسن کاظمي قمي سره وکتل.
متقي په دغه کتنه کې د ايران سفیر ته د نوې دندې مبارکي وویله او د ښه ماموریت د ترسره کولو هیله یې وکړه، ورپسې د دواړو هېوادو تر منځ په سیاسي او اقتصادي، موضوعاتو مفصلې خبرې وشوې چې دواړو لوریو په خپلو خبرو کې د ریښتني ګاونډیتوب او دوه اړخیزو مشترکو ګټو د پاللو هوډ څرګند کړ.
په کابل کې د ايران نوي سفير په دغه کتنه کې وویل چې د ابو اهمیت ته په کتو سره باید هڅه وشي چي اوبه داسې مدیریت شي چي ضایع نه شي او ایران ته خپل حق ورسیږي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ایران د حق آبې په اړه د افغان حکومت دریځ واضح کړ او ويې ويل چي اسلامي امارت د افغانستان او ایران تر منځ د ١٣٥١ ھ ش کال د اوبو معاهدې ته ژمن دی، خو دا چي د بارانونو د کمښت او وچ کالي له امله اوبه کمې شوې دي دا یو واقعي عذر دی. متقي هيله وښوده، چې د بارانونو په ورېدو سره به دا ستونزه حل شي.
د يادونې وړ ده، چې حسن کاظمي قمي په کابل کې د ایران سفارت د سفیر ترڅنګ د یاد هېواد د جمهور ریس د ځانګړي استازي په حیث هم دنده مخته وړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *