افغانستان

د حسن عباس کتاب او په اړه یې غبرګونونه

یو شمېر کارپوهان وايي چې د حسن عباس په نامه پاکستاني الاصله امریکايي په کتاب کې پر اسلامي امارت او د اسلامي امارت پر مشرانو له حقایقو لرې موضوعات لیکل شوي دي.دوی، حسن عباس یو پردي پال او استخباراتي مامور بولي چې غواړي د دښمنو کړيو په اشارې سره، د افغانانو ترمنځ د نفاق تخم وشیندي او دوی په خپلو کې بې باوره کړي.
د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال قاري یوسف احمدي، حسن عباس یو جاسوس بولي او وايي: حسن عباس د پردیو استخباراتو ګومارل شوی جاسوس دی چې غواړي په خپلو ناکامو هڅو د اسلامي امارت پر سپېڅلو مشرانو، خلک بدګومانه کړي، خو دا هڅې به ځکه ناکامه وي چې د اسلامي امارت ډېر سپېڅلي، مدبر، خپلواک او مبارز خلک دي او د دوی اتحاد، اتفاق او غیرت و چې هېواد یې له اشغاله خلاص او اسلامي نظام یې حاکم کړ.په همدې حال کې، سیاسي کارپوه ممتاز جهانګیر په خپله ټویټرپاڼه لیکلي دي: حسن عباس چې یو پاکستاني الاصله امریکايي دی او د امریکا په مختلفو پوهنتونونو کې یې زده کړې کړې دي؛ اوس د امریکا په ملي دفاع پوهنتون کې رسمي دنده لري.هغه زیاته کړې ده: دا ځان پلورونکی پردي پاله لیکوالان د همدې کار لپاره روزل شوي او ګومارل شوي دي چې، څنګه د افغانانو د مېړانې تاریخ او فرهنګ بدنامه کړي؛ دغه شان کتابونه په لوستلو نه ارزي.
په ورته وخت کې، د سیاسي چارو کارپوه مفتي محمد بشار وايي: حسن عباس ناکامه هڅه کړې ده چې د افغانستان اسلامي امارت په تړاو د افغانستان ولس بې باوره کړي، د قومونو ترمنځ نفرتونه وزېږوي، د افغانستان استقلال تر سوال لاندې راولي او د افغانستان د تجزیې لپاره دښمن ته خام مواد په لاس ورکړي.
بشار زیاتوي: حسن عباس د افغانستان له تاریخ سره نابلده دی او د دغه ولس په تړاو معلومات نلري او د هغه لیکنه تر ډېره حده په افواهاتو، تبلیغاتو او درواغو باندې بنا ده.
د هغه په وینا، د حسن عباس په لیکنه او کتاب کې هېڅ معتبره سرچینه شتون نلري او خبرې یې ټول له واقعیتونو څخه لرې دي.
د پخواني حکومت د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ویلي دي: حسن عباس په خپل کتاب کې پر هر چا ټکونه کړي دي؛ دا ځکه چې دوی د خپلې پروژې یوه برخه عملي کړې ده؛ اوس بلې پروژې ته شرایط او زمینه برابروي.
دی زیاتوي: د کتاب ځواب، په لنډه توګه دا ده چې موږ یو واحد افغان ملت یو او داسې لیکنې مو سره نشي بېلولای.
هغه څرګنده کړې ده: استخباراتي کړۍ کله ناکله د دې لپاره چې یو ملت په خپلو کې بې باوره کړي او د هغوی په منځ کې د نفرت او غوصې تخم وشیندي؛ نو د یوې موضوع د سوکه کولو لپاره په خپله ځینې معلومات چې نور دوی ته اهمیت و نلري؛ افشا کوي.
لیکوال او ژورنالېست داوود جنبش لیکي: د حسن عباس کتاب له خیالي افسانو ډک او د افغانستان په اړه د پنجابي ذهنیت غبرګوونکی دی او ځکه یې د فرضیو او کیسو منلو کې احتیاط اړین دی.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم، حسن عباس یو استخباراتي مامور او اجیر بللی او د افغانستان پر اسلامي امارت او د اسلامي امارت پر مشرانو یې د هغه لیکنې بې اساسه او له واقعیتونو څخه لرې بللې دي.
مجاهد ویلي دي: زموږ په باور د حسن عباس په نامه کس د کوم استخباراتي ارګان ګمارل شوی اجیر دی، چې کوښښ يې کړی په خپلې ناکامې هڅې سره دریاب ناپاکه کړي.
د یادونې وړ ده چې د حسن عباس په نامه پاکستاني الاصله امریکایی په کتاب (THE RETURN OF THE TALIBAN) کې ادعاوې شوې چې ګنې د افغانستان اسلامي امارت استقلال نه لري او ګواکې کړه وړه يې د کوم بل هېواد د استخباراتي او نظامي چارواکو تر څار لاندې دي؛ خو د افغانستان اسلامي امارت مسئولین ډاډ ورکوي چې اسلامي امارت د استقلال ګټلو، ساتلو او پاللو یو ویاړلی داستان او تاریخ لري او دا صف او مشران یې د آزادۍ او خپلواکۍ په وروستي حد کې قرار لري.
وهاج

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *