افغانستان

د دوحې غونډې ګډونوالوله اسلامي امارت سره پر تعامل خبرې کړې وې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې مېرمن روزا اوتونبایوا او مل پلاوي سره وکتل.

دغه کتنه چې په سپيدار ماڼۍ کې ترسره شوه د سیاسي کمېسیون غړي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځانګړې استازې سیاسي مرستیال مارکس پوتزل هم شتون درلود.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په دغه کتنه کې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د مرستو مننه وکړه او ويې ویل چې په هېواد کې بشپړ امنيت ټينګ شوی او اسلامي امارت هيله من دی، چې راغلی پلاوی به په افغانستان کې روان حقايق نړۍ ته ورسوي.هغه زیاته کړه، چې په بېلابېلو برخو کې شته لاسته راوړنو ته په کتو سره نړیواله ټولنه باید له اسلامي امارت سره ښه تعامل او تفاهم ولري.د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې پرتفاهم او د خبرو په دوام پر ټينګار وکړ او هغه غونډه چې دوه اوونۍ وړاندې په دوحه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي په مشرۍ د افغانستان په تړاو شوې وه مالومات ورکړل او ويې ویل چې د ګډون کوونکو هېوادونو استازو له افغانستان سره د مرستو دوام او له اسلامي امارت سره تعامل ته لېواله وو.مېرمن روزا اوتونبایوا وویل، په راتلونکو جوړېدونکو غونډو کې به له افغانستان سره د رغنده تعامل په دوام له نشه یي توکو سره د مبارزې د بریالي ماموریت، د اقلیمي بدلونونو د منفي اغېزو د مخنیوي او د اموسیند د سواحلو د تحکیم په اړه به هراړخیز بحثونه وشي.

په دې کتنه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست مولوي خیرالله خیرخواه له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د دوام له پرېکړې څخه په مننې سره وویل چې سره له دې چې افغانستان په تېرو ۲۰ کلونو کې ډېرې ستونزې ګاللې دي، د تېر په پرتله په هېواد کې سراسري امنیت تامین دی، د فساد کچه د پام وړ راټيټه شوې او د نشه يي توکو مخنیوي په ښه شکل سره شوی دی.نوموړي همدارنګه وویل، اسلامي امارت باید راتلونکو غونډو ته ور وبلل شي او په ټولو مسایلو کې د تفاهم او تعامل لاره اختیار شي.

په دې کتنه کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل، د اموسیند د سواحلو د تحکیم په ګډون د اقلیمي بدلونونو د منفي اغېزو د مخنیوي او همدارنګه د راتلونکو غونډو د اجنډاو د برابرولو په برخو کې همکارۍ ته چمتو یوو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *