افغانستان

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال: امريکا په بېلابېلو مواردو کې د دوحې تړون څخه سرغړونه کړې

د کب ۱۰ مه، چې د اسلامي امارت او امريکايي لوري ترمنځ د تړون له ۳مې کاليزې سره برابره ده، پرون په ارګ ماڼۍ کې د يوې پرتمينې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په دغه غونډه کې، په امريکا نيوکه وکړه، چې د دوحې تړون ته ژمنتیا نلري او په بېلابېلو مواردو کې يې له ياد تړون څخه سرغړونه کړې ده.نوموړي زياته کړه، چې امريکا په ناقانونه ډول د افغانستان ملي شتمنۍ کنګل کړې، د طالب مشرانو نومونه يې په تور لېست کې ساتلي او نوره نړۍ هم دې ته نه پرېږدي، چې له افغانانو سره مرسته وکړي.ملا عبدالغني برادر همدارنګه وويل چې اسلامي امارت د دوحې تړون په ښه ډول عملي کړی، ټول ګډونه حکومت جوړ، بشپړ امنيت ټينګ او پراختيايي چارې په ښه ډول پر مخ روانې دي.سرچينې زياته کړه، چې اسلامي امارت له نړۍ سره مثبت تعامل او په اصولو ولاړې ښې اړيکې غواړي.د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مولوي شهاب الدين دلاور يادې غونډې ته وویل چې اسلامي امارت د دوحې تړون ته ژمن دی، خو امريکايي لوري په لسګونو مواردو کې ياد تړون نقض کړی دی.دلاور زياته کړه، چې امريکا د لسګونه نورو مواردو ترڅنګ د دوحې په تړون کې ژمنه کړې وه
چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا او هوايي حريم ته به بشپړ درناوی کوي، خو دغه ژمنه يې عملي نه کړه.
په ورته وخت کې د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دين محمد حنيف په دغه غونډه کې وويل چې سياسي او اقتصادي فشارونه د حل لاره نه ده او بايد له اسلامي امارت سره تعامل وشي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري وويل چې د نظام ساتنه د ټولو ګډ مسووليت دی او اسلامي امارت دې له غرور څخه ځان وساتي او ځانونه دې اولس ته نور هم نږدې کړي.
د يادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت او امريکايي لوري ترمنځ تړون د ۱۳۹۹ کال د کب مياشتې په لسمه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسليک شو، چې په پايله کې يې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه ووتل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *