
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال:هر څوک چې هېواد ته را وکرځي، دلته به يې عزت خوندي وي
شریعت: د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د تېرې ادارې د ولسي جرګې له دویم مرستیال نجیب الله ناصر سره چې تازه هېواد ته راستون شوی په خپل کاري دفتر کې وکتل.
شریعت: د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د تېرې ادارې د ولسي جرګې له دویم مرستیال نجیب الله ناصر سره چې تازه هېواد ته راستون شوی په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې نجیب الله ناصر هېواد ته پر راتللو خوښي
وښوده او له اسلامي امارت څخه یې مننه وکړه، چې د افغان شخصیتونو د بېرته راستنولو لپاره یې کمېسیون رامنځته کړی او عمومي عفوه یې اعلان کړې ده.
ناصر وویل، چې ټول افغانان په خپل هېواد کې خوندي او با عزته ژوند لري او په اوسني وخت کې هېواد د ټولو افغانانو یووالي او ګډ کار ته ضرورت لري.
نوموړي زیاته کړه، د پخوانۍ ملي شورا د غړو په شمول ګڼ بهر مېشتي افغانان چمتو دي، چې هېواد ته راوګرځي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نجیب الله ناصر ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، چې د نظام پایښت، د هېواد رغولو او له ستونزو څخه د خلاصون لپاره اړتیا ده چې ټول هېوادوال په ګډه د همکارۍ لاسونه سره ورکړي.
مولوي عبدالکبیر وویل، هر څوک چې هېواد ته راوکرځي دلته به یې عزت او ابرو خوندي وي او له درنښت ډک ژوند به ولري.
نوموړي دغه راز له ټولو افغانانو وغوښتل، چې هېواد ته راستانه شي او په ګډه د هېواد په آبادۍ کې ونډه واخلي.