افغانستانروغتیا

د عامې روغتیا وزارت:پر ملاتړ کوونکو موسسو د تکیې کمولو او ځان بسیاینې ګړندۍ هڅې کوو

د عامې روغتیا وزارت مسوولين وايي، چې د را روان ژمي لپاره يې د هېواد ټولو برخو ته درمل او اړین روغتیايي توکي رسولي دي، تر څو د واورې په ورېدو سره روغتیايي خدمتونه له خنډ سره مخ نشي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولين وايي، چې د را روان ژمي لپاره يې د هېواد ټولو برخو ته درمل او اړین روغتیايي توکي رسولي دي، تر څو د واورې په ورېدو سره روغتیايي خدمتونه له خنډ سره مخ نشي.
د یاد وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امرخېل له باختر آژانس سره په مرکه کې وویل، چې پر سپانسرکوونکو او ملاتړ کوونکو موسسو د تکیې د راکمولو او د ځان بسیاینې په موخه يې ګړندۍ هڅې پیل کړې دي.
زمان همدارنګه وویل، چې دمګړۍ د هېواد په ټولو روغتیايي مرکزونو کې روغتیايي چوپړتیاوې په ښه او معیاري توګه ترسره کېږي او د لا ښه کولو په موخه يې کار روان دی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند زیاته کړه، چې د روان کال په لړ کې د سرپرست وزیر بهرني سفرونه له لاسته راوړنو ډک وو، چې له ډلې څخه يې د یو شمېر مهمو تړونو لاسلیکول او تر دې وروسته هر کال یو شمېر افغان ډاکټران د تخصصي زده کړو په موخه پاکستان هېواد ته لېږل په ګوته کړل.
سرچینې زیاته کړه، چې د شفري نسخو د بندولو په موخه يې هم ټولو ولایتونو ته مکتوبونه استولي، چې په عملي کېدو سره به يې دغه ستونزه تر ډېره بریده حل شي.
د ډاکټر شرافت زمان په وینا په تېر یوه کال کې له ۳۵۰۰ روغتیايي مرکزونو څخه څارنه کړې او قانوني چلند ورسره شوی دی.
نوموړي همدارنګه وویل، چې د عامې روغتیا وزارت هر افغان ته د عادلانه او منصفانه روغتیايی چوپړتیاوو وړاندې کولو ته ژمن، او هڅه کوي، چې خپل خدمات د هېواد هر ګوټ ته ورسوي.
د دغه ځانګړې مرکې بشپړ جزیاته په ویډیويي بڼه د باختر اژانس په یوټیوب چینل کې کتلای شئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *