افغانستان

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: د شاعرانو او لیکوالانو د ستونزو حل ته ځانګړې پاملرنه کېږي

يشریعت: د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د هېواد له نوموتي لیکوال او څېړونکي استاد محمد اصف صمیم سره وکتل. استاد محمد اصف صمیم د هېواد د روان وضعیت په اړه خپلې مشورې او وړاندیزونه او د فرهنګیانو ستونزې د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.
دغه راز یې د افغانستان په فرهنګي وضعیت خبرې وکړې او دې برخې ته یې د ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.
په دغه کتنه کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له استاد صمیم څخه ادبیاتو ته د هغه د کړيو خدمتونو ستاینه وکړه او ويې ویل چې د هېواد فرهنګي او کلتوري وضعیت ته به پاملرنه وشي.
نوموړي زیاته کړه، د افغانستان د ادب پراختیا او وده خورا مهمه ده او اسلامي امارت به د لیکوالو او شاعرانو د ستونزو حل ته ځانګړې توجه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *