
د سالنګونو لویه لاره د مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوه
شریعت: د ټولګټو وزارت مسئولین وايي چې د سالنګونو لویه لاره د مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوې ده.
شریعت: د ټولګټو وزارت مسئولین وايي چې د سالنګونو لویه لاره د مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوې ده.
د دغه وزارت ویاند مولوي حمیدالله مصباح وايي: د سالنګونو لویه لاره چې د شنبې په ماښام د نفتي توکو د یوه ټانکر د اور اخیستلو له امله بنده شوې وه؛ دا مهال د ټولګټو وزارت او نورو اړوندو ادارو د پرسونل په مرستې او هڅو، یواځې د مسافر وړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوې ده.
هغه له ټولو موټر چلوونکو څخه غواړي، چې د ټولګټو وزارت د سالنګونو د څارنې او ساتنې د پرسونل لارښوونو ته پاملرنه وکړي او ترافیکي قوانین په بشپړه توګه رعایت کړي.
مصباح یادونه کوي چې یاده لویه لاره لا هم د بار وړونکو موټرو پرمخ تړلې ده او د ټولګټو وزارت تر بیا خبرتیا پورې دې پر دغه تګلوري له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ د باروړونکو موټرو پر مخ د لارې له خلاصون سره سم به، د خوراکي توکو لېږدوونکو موټرو تګ راتګ ته لومړیتوب ورکړل شي.
د راپورونو له مخې، په یاده پېښه کې ۲۱ تنه شهيدان او یو شمېر نور ټپيان شول او دغه راز شاوخوا ۳۰ موټر وسوځیدل.