افغانستان

د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان په رسمیت نه پېژندل سوداګر له ستونزو سره مخ کړي

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د نړۍوالې ټولنې له لوري د افغانستان په رسمیت نه پېژندل، د سوداګرو او پانګه‌والو فعالیت برخه کې سترې ننګونې رامنځته کړې دي.
د سوداګرۍ خونې لومړي مرستیال یونس مومند دا څرګندونې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) له مشرې روزا اوتنبایوا او د يوناما اقتصادي پروګرامونو مسؤولې دینای بوګاس سره د لیدنې پر مهال کړې دي. مومند ویلي په افغانستان کې د امنيت تامين، د کوکنارو د کښت نه‌شتون او په دولتي ادارو کې د اداري فساد له منځه وړل په هېواد کې د پانګونې لپاره يو ښه فرصت دی. نوموړي له یوناما څخه د مالیاتي خدمتونو د تنظیم، په افغانستان کې د معیاري زیربناوو رامنځته کولو، د کوچنیو کاروبارونو لپاره د معیاري کاري سیستم جوړولو او د هېواد د کرنې میکانیزه کولو برخو کې د همکاریو غوښتنه کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *