افغانستان

د شوروي یرغل ماته د دلوې ۲۶مه په ټول هېواد کې ونمانځل شوه

د دلوې ۲۶مه، (له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ماتې او وتلو) ورځ پرون د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې، د ملي راډیو ټلویزیون د غونډو په تالار کې ونمانځل شوه. د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې، د افغانستان اسلامي امارت د کابینې یو شمېر غړیو، ملکي او پوځي مسئولینو او مجاهدینو ګډون کړی و. په دې غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شيخ شهاب الدين دلاور وویل: د افغانستان خلکو د الله تعالی په نصرت، د نړۍ له درېو سترو اشغالګرو آزادي اخيستې ده او بايد موږ د الله (ج) د دغه لوی نعمت شکر ادا کړو هغه زیاته کړه: آزادي د الله (ج) په نصرت او د ملت په واسطه ترلاسه کېږي، خو ساتل یې د يوه هېواد په مشرانو پورې اړه لري چې دغه ټکي ته باید زیاته پاملرنه وشي.
دغه راز د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني په خپلو خبرو کې وویل: ۲۶ د دلوې، دا هغه ورځ ده چې د افغانستان خلکو په زياتو قربانيو او سرښندنو او د شوروي د سرو لښکرو په ماتولو سره آزادي ترلاسه کړه او تاريخ يې جوړ کړ؛ اوس موږ بايد د شهيدانو د پاکو وينو خيال وساتو.
حقاني څرګنده کړه چې اوس د یووالي او پیوستون وخت دی، ځکه افغانستان څو ځلې یرغلګرو ته ماتې ورکړې او آزادي یې ترلاسه کړې ده، خو مهمه دا ده چې اوس د ښې رهبرۍ پر مټ په هېواد کې اسلامي نظام وساتل شي.
د غونډې په دوام، جهادي شخصیت استاد اکبري، وویل: د افغانستان خلکو لپاره دوه موضوعات (اسلامي هویت او ملي خپلواکي) ډېر مهم او ارزښتناک دي چې افغانانو د دغو ارزښتونو د ساتلو لپاره څو ځلي خپل مالونه او سرونه قربان کړل.
په همدې ترتیب، د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد په خپلو خبرو کې وویل: اوسنی نظام د مقدسو وینو په بیه رامنځته شوی، خو اوس پایښت غواړي او د نظام ساتل، د مظلوم ملت خدمت کول او هېواد ته ترقي ورکول د جهاد یوه مهمه برخه ده.
کابل والي، ځینو مهمو موضوعاتو ته په اشارې څرګنده کړه: د افغانستان ملت مسلمان او مجاهد ملت دی چې په خپلو هڅو او قربانيو سره اشغالګرو ته ماتې ورکړې او آزادي یې ترلاسه کړې ده. اوس د دې وخت دی چې په هېواد کې د اسلامي نظام ملاتړ او ساتنه وشي.
د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد، د سلواغې ۲۶مه د هېواد په تاریخ کې يوه ډېره مهمه او تاريخي ورځ وبلله چې افغانانو وکولای شول په تشو لاسونو د پخواني شوروي سره لښکر په ګونډو کړي.
هغه د افغانانو پر یووالي او یو بل زغملو ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه: افغان ولس د هېڅ یو ځواک غلامي نه ده منلې او د نړۍ ستر ځواکونه یې مات کړي دي.
د مجاهد په وینا؛ هر هغه څوک چې د افغانانو د وېشلو هڅه کوي؛ باید واوري چې افغانانو له تېرو حالاتو تجربه حاصله کړې او هېڅکله به د دښمنانو په پوچو تبليغاتو و نه غولېږي.
په همدې حال کې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین، مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت وویل چې افغانستان په وچه کې یو هېواد دی چې د ختیځو او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ د پل حیثیت لري او هغه هېوادونه چې د افغانستان د اشغال په فکر کې دي؛ یو لامل یې دا دی چې د دغه هېواد طبیعي زېرمو ته سترګې نیولې او بل یې جغرافیایي موقعیت دی.
هغه زیاته کړه: د افغانستان مجاهد ملت په ډېرو کمو امکاناتو د نړۍ سترو ځواکونو ته ماتې ورکړه او دا د افغانستان د تاریخ نه هېرېدونکې ورځ ده.
د غونډې نورو ویناوالو هم د اشغال د ناخوالو او د افغانانو د بې سارو قربانیو او دغه راز د آزادۍ پر ښېګڼو خبرې وکړې او د افغانانو ترمنځ پر یووالي او د اسلامي نظام پر ملاتړ یې ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې ۳۴ کاله وړاندې په همدې ورځ (د دلوې په ۲۶مه) د افغانستان مجاهدو خلکو، له هېواده د اشغالګرو روسي ځواکونو د وروستي سرتېري په اېستلو سره، آزادي ترلاسه کړه چې دغه ورځ هر کال په هېواد کې د سترو غونډو په جوړولو سره نماځل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *