افغانستان

د لوړو زده کړو وزير د پاکستان سفير ته: د افغان محصلينو ستونزو ته دې رسيدګي وشي

شریعت: د لوړو زده کړو وزارت سرپرست نداء محمد ندیم په افغانستان کې د پاکستان له سرپرست سفیر

شریعت: د لوړو زده کړو وزارت سرپرست نداء محمد ندیم په افغانستان کې د پاکستان له سرپرست سفیر سیف الله خان سره کتلي دي. ددغه وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د لوړو زده کړو وزیر په دې لیدنه کې وویل، افغانستان او پاکستان هغه دوه ګاونډي هېوادونه دي، چې له دیني او کلتوري پلوه ډېر مشترکات لري. نوموړي د دواړه هېوادونو تر منځ پر ښو تحصیلي اړیکو او له یو بل سره د علمي او څېړنیزو تجربو پر شریکولو ټینګار کړی دی. دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر نداء محمد ندیم د پاکستان له سرپرست سفیر څخه وغوښتل، چې
په دغه هېواد کې د افغان محصلینو ستونزې حل او لا ډېروافغان محصلینو ته د بورسونو د ورکړې په برخه کې همکاري وکړي. په کابل کې د پاکستان سرپرست سفیر سیف الله خان په پاکستان کې د افغان محصلینو د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او په افغانستان کې یې د پاکستاني محصلینو د ستونزو د حل غوښتنه وکړه، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لوري د پوره همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *