افغانستان

د هېواد څلورو زونونو کې د درملو او خوراکي توکو د کنټرول لابراتوارونه جوړیږي

شریعت: د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د هېواد په څلورو زونونو کې د خوراکي توکو او درملو د کیفیت د کنټرول لابراتوارونو د جوړولو خبر ورکړی دی.
دغې ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په پام کې لري د هېواد په څلورو زونونو (کندهار، هرات، بلخ او ننګرهار) کې د خوراکي توکو او درملو په نړيوال سټنډرډ سره د کيفيت د کنټرول ستر لابراتوارونه جوړ کړي. دا لومړی ځل دی، چې په هېواد کې د دومره لویو او معیاري لابراتوارونو د جوړولو پرېکړه کېږي، چې په دغو لابراتوارونه کې به د کیفیت تضمین، فزیکي او کیمیاوي آزموينې، څېړنې او پراختیا، د طبي وسایلو څېړنه او د درملو معاینه شامل وي. د يادونې وړ ده، چې دغه لابراتوارونه د بې کيفيته، ناقانونه او ناخوندي درملو او خوراکي توکو د پلور، پېر، توليد او واردولو د مخنيوي په موخه جوړېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button