
افغانستان
د پاکستان شارژدافیر بېرته په کابل کې دنده پیل کړه
د افغانستان لپاره د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني چې کابل کې د پاکستان پر سفارت تر برید وروسته خپل هېواد ته تللی و بېرته کابل ته راغلی او خپله دنده یې پيل کړې ده. نظاماني شاوخوا پنځه میاشتې مخکې کابل کې د پاکستان پرسفارت له برید وروسته پاکستان ته تللی و. سرچینې وايي چې نظاماني بېرته کابل ته راستون شوی او خپل کار یې پيل کړی دی.