
روان کال پکتیا کې ۷۵۱ تنه د جنایي جرمونو په تور نیول شوي
د پکتیا د امنیې قومندانۍ مسوولین وایي، چې په روان کال کې یې ۷۵۱ تنه د جنایي جرمونو په تور نیولي دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مديريت د ۱۴۰۱ کال په لړ کې ۳۰۳ قضيې کشف کړي، چې په تړاو یې ۷۲۰ کسان د غلا، قتل او اخلاقي فساد په تور نيول شوي او دوسيې يې تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
همدارنګه د تروريزم پر وړاندې د مبارزې مدیریت ځواکونو د کشفي راپورونو پر اساس ۲۱۳ میله سپکې او درنې وسلې، ۶۳ کړۍ بمونه، ۲ زره ۲۳۶ فيره بېلابېلې ګولۍ او ۹۳ عدده شاجورونه ترلاسه او په تړاو يې ۳۱ کسان هم نيول شوي دي.
په همدې حال کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت ۳۹ قضيې ثبت او په بېلابېلو ولسواليو کې د نشه يي توکو د توليد ۴ لويو کارخونو په ګډون چرس، هيروين، الکول، ښيښه او هغه توکي، چې د نشه يي توکو توليد کې ترې کار اخېستل کېده کشف او نیولي دي.
د یاد ولایت د امنیتي مسوولینو د معلوماتو له مخې؛ روان کال یې ۶۲۴ تنه مجاهدينو ته د عسکرۍ، مخابرې، ګزمې او تلاشۍ اصولو په برخو کې د روزنيزو زده کړو سربېره ۵۰۰ موټر چلوونکو ته له ۱۵ ورځنيو زده کړو وروسته موټر چلولو اجازه ليکونه هم ورکړي دي.