
افغانستان
سرپل کې د نشه يي توکو یوه کارخونه له منځه یووړل شوه
د سرپل د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د نشه يي توکو د تولید یوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده.د سرپل د امنیې قومندانۍ ویاند دین محمد نظري وویل، چې ځواکونو یې د دغه ولایت د کوهستانانو ولسوالۍ په الر کلي کې د نشه يي توکو یوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده.د یادې کارخونې په تړاو ۲ تنه نیول شوي چې دوسیې به یې له څېړنې وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.