افغانستاناقتصاد او رغونه

لغمان کې د غنمو حاصلات زیات شوي

د لغمان د الينګار ولسوالۍ بزګران وایي، چې سږکال یې د غنمو حاصلاتو د زیاتوالي ترڅنګ په اقتصادي برخه کې هم ښه والی راغلی دی. د دغه ولسوالۍ یو شمېر بزګرانو ويلي، چې د حاصلاتو د زیاتوالي لامل د اورښتنو زیاتوالی، د جګرې نشتوالی او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د اصلاح شویو تخمونو ورکړه بولي.
ورته مهال د الینګار ولسوال قاري زاهد الله فاتح بیا وایي، چې په یاده ولسوالۍ کې د بزګرانو د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي ترڅنګ په دغه ولسوالۍ کې اوس د خلکو په اقتصادي برخه کې هم ښه والی راغلی دی. د یادونې وړ ده، چې لغمان کې شاهي کانال هم یوه لویه اقتصادي پروژه ده، چې په جوړېدو سره به یې زرګونه هکتاره ځمکه خړوبه شي او د قوش تپې کانال په څېر لوی اقتصادي پرمختګ به رامنځته کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *